انصار: (د لیندی ۱۳ مه) نن په افغانستان کې د جاپاني الاصله بشرپال ډاکټر تیتڅو ناکامورا د وژل کېدو څلورم تلین داسې مهال پوره کیږي چې جاپان له افغانستان سره د اته پنځوس اعشاریه څلور میلیونه ډالرو نوې مرستې ژمنه کړې ده.
په کابل کې د جاپان سفارت ویلي چې دغه مرستې به د ملګرو ملتونو، نړیوالو سازمانونو او غیر دولتي موسسو له لارې اړمنو افغانانو ته ورسیږي.
ناکامورا د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په ۴مه په ننګرهار کې د نامعلومو کسانو له لوري په ډزو ټپي او بیا یې وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.
د جاپان سفارت ویلي، ناکامورا اوس نشته، خو د هغه پروژې د هغه د جاپاني او افغان همکارانو له خوا دوام لري.
جاپاني چارواکي وایي، د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته یې له افغانستان سره د ټولو مرستو اندازه ۴۴۷ میلیونه ډالرو ته رسیږي.
ناکامورا د افغانستان په ختیځ کې د اوبو د مدیریت یو شمېر پروژې په بریالیتوب عملي کړي او زرګونه جریبه ډاګ ځمکه یې په شنو باغونو او کروندو بدله کړې وه.
د هغه د وژل کېدو اصلي دلیل د نورو داسې پروژو مخنیوی ښودل شوی او مخامخ یې پاکستان د وژل کېدو عامل ګڼل شوی.
د ناکامورا د وژل کېدو پر مهال د افغانستان د ختیځ ولایت ننګرهار والي شاه محمود میاخېل ویلي وو چې د ناکامورا د وژلو په تور یې څو افغان او پاکستاني طالبان نیولي.
میاخېل د جمهوري نظام له سقوط وروسته وویل چې د ناکامورا قاتلان د افغانستان له زندانونو خوشې شوي او د ده په وینا، دا کار د هغه په وژلو کې د طالب حاکمانو لاس لرل څرګندوي.
طالب چارواکو د نوموړي په وژلو کې د لاس لرلو یا نه لرلو په تړاو څه نه وو ویلي، خو اوس د ناکامورا کړنې ستایي او د پروژو پر دوام یې ټنیګار لري.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/28827